منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له تمویلوونکو بنسټونو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تمویلوونکو بنسټونو، نړۍوالو موسسو او پراختیایي شریکانو له استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې خپل لومړیتوبونه شریک کړل.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اوومه ناسته د تمویلوونکو بنسټونو، نړۍوالو موسسو، ملګرو ملتونو سازمان او پراختیایي شریکانو د استازو په ګډون نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) د دغه معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خپل لومړیتوبونه چې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د کاروبارونو د مرکزونو جوړول، له کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او بسته‌بندي او د صادراتو پراختیا پکې شامل دي، له ګډونوالو سره شریک کړي دي.

د سرچینې په وینا، دغه لومړیتوبونه د هېواد د اقتصادي ودې، له خصوصي سکټوره د ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د تولیدي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه ټاکل شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې د دغو لومړیتوبونو شریکولو موخه د افغانستان د اقتصادي اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ د تمویلوونکو بنسټونو او نړۍوالو موسسو د راتلونکو مرستو او پراختیایي همکاریو تنظیم او همغږي کول دي.

د خبرپاڼې له مخې، د تمویلوونکو بنسټونو او نړۍوالو موسسو استازو د دغو لومړیتوبونو شریکولو له امله د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته مننه کړې ده.

هغوی دغه‌راز ویلي چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د مطرح شوو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره تنظیم کړي.