ژبه

کندهار ښار (پژواک ١٥ کب ٩٠): د کندهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د يوه ځانمرګي په ګډون پنځه وسله وال مخالفين له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره ونيول.

نيول شوي کسان نن د ملي امنيت په رياست کې خبريالانو ته ښودل شول، چې په خپلو کړنو يې اعترافونه کول.

په نيول شويو کې د عبدالله، مبين، فتح محمد، حاجي محمد او جليل احمد په نومونو کسان شامل دي، چې د کندهار ښار، ژېړۍ ولسوالۍ او اروزګان ولايت اوسېدونکي دي.

د عبدالله په نوم نيول شوي تن، چې د اروزګان ولايت اوسېدونکى دى، خبريالانو ته وويل چې د څو کلونو لپاره په کندهار او د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه او چمن کې يې ديني زده کړې کړې دي.

هغه زياته کړه، په کوټه کې د زده کړو پر مهال د روزي خان په نوم له يوه کس سره اشنا شو او هغه چمن ته راووست؛ د شلو ورځو لپاره ورته د جهاد او ځانمرګي بريد په اړه روزنه ورکړل شوه او ورته ويل شوي وو، چې په غزني ولايت کې به بريد تر سره کوي.

د نوموړي په وينا، څه موده وړاندې د ورور په واده کې د ګډون لپاره بېرته کندهار ښار ته راغلى و، چې د ملي امنيت د کسانو له خوا ونيول شو.

د جليل احمد په نوم نيول شوي بل تن ويل، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې يې په ښوونځي کې زده کړې کولې، کله چې وسله والو طالبانو د هغوى ښوونځى وسوځاوه، په يوه مدرسه کې يې ديني زده کړې پيل کړې او هملته د يوه استاد له خوا جهاد ته وهڅول شو.

د نوموړي په وينا، ډېره موده يې له وسله والو مخالفينو سره په وسله والو بريدونو او د ماينونو په خښولو کې مرسته کوله؛ خو څه موده وروسته يې ملګرو پر پلار د دې لپاره ډزې کړې وې، چې حکومتي مرسته يې تر لاسه کړې وه، نو ځکه يې د طالبانو ليکې پرېښولې.

دى وايي: ((څه موده وروسته د کاکا عبدالخالق په نوم د طالبانو قوماندان وغوښتلم او له ما څخه يې د ځانمرګي بريد کولو غوښتنه وکړه؛ خو ما ورته وويل، چې کوژده مې کړې او زه دا کار نه شم کولى؛ خو هغه په ځواب کې راته وويل، چې په جنت کې به ٧٢ مېرمنې لرې.))

د نوموړي په وينا، څو ورځې وروسته ورپسې درې تنه راغلل او په دې بهانه چې کار ورسره لري، يو ناڅرګند ځاى ته بوت، په يوه کور کې يې د هغه لاسونه ولچک کړل او د وهلو په زور يې اړ کاوه، چې ځانمرګى بريد وکړي.

 هغه زياته کړه: ((دغو کسانو د شپې ناوخته په دغه کور کې زه همداسې تړلى پرېښودلم او راته ويل يې، چې که له کوټې دباندې ووتلې، نو ماينونه به درباندې وچوي؛ خو ما جرئت وکړ او دوه ساعته وروسته له دې کور څخه وتښتېدم او يوې نژدې امنيتي قرارګاه ته مې ځان ورساوه، چې هغوى بيا زه ملي امنيت ته وسپارلم.))

 د نيول شويو کسانو له ډلې څخه درېيو تنو نورو هم په خپلو اعترافاتو کې ويل، چې د امنيتي ځواکونو پر خلاف يې په وسله والو بريدونو او د ماينونو په خښولو کې برخه اخيستې او دغه کار ته د مولوي عبدالولي په نوم د طالبانو يوه قوماندان، چې په خوريي شهرت لري، هڅول شوي دي.