کندهار (پژواک ۱۸ کب ۹۰ ) : د کندهار د ملي امنيت رياست وايي، چې د دې ولايت د ارغنداب ولسوالۍ لپاره يې د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوې ولسوال ملا سيد ولي نيولى دى.
د ملي امنيت سرچينې په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا سيد ولي د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې په دې وروستيو کې د ارغنداب لپاره د لسوال په توګه ټاکل شوى و.
سرچينه زياتوي، نوموړي ارغنداب ولسوالۍ ته د يوه اندازه وسلې او مهمات لېږدولي وو، چې له هغې جملې څخه يې ٣٤ د بې ايم او دهشکې مرمۍ د بابرو په کلي ساتلې.
د ملي امنيت دغه سرچينه وايي، نيول شوي تن پلان درلود، چې په نوي لمريز کال کې په ارغنداب ولسوالۍ کې له دغو وسلو څخه د ماين په چاودنو او وسله والو بريدونو کې کار واخلي.
سرچينې وويل، چې د طالبانو له لورې ټاکل شوى دغه ولسوال د ملي امنيت د منسوبينو د اوپراتيفي کار په پايله کې همدا نن کشف او ونيول شو او پلټنې ترې روانې دي.
د ملي امنيت رياست څو ورځې وړاندې د دوو ځانمرګيو په ګډون پنځه تنه نيولي وو، چې په بېلابېلو چاودنو او وسله والو بريدونو کې لاس درلود.