کندهار ( پژواک ۱۸ کب ۹۰) :د کندهار ولايت د ښځو چارو رئيسه وايي، چې په دې ولايت کې د تېر ١٣٨٩ لمريز کال په پرتله په روان ١٣٩٠ لمريز کال کې د مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه لوړه شوې او په دې موده کې ورسره ٣٦٧ پېښې ثبت شوې دي.
د ښځو چارو رئيسې مېرمن رقيې اڅګزۍ دغه څرګندونې د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې، چې پکې د کندهار د والي تر څنګ بېلابېلو مسوولينو، د بشري حقونو فعالينو او سلګونو مېرمنو برخه اخيستې وه.
رقيې اڅګزۍ په دغه غونډه کې وويل، چې په تېر ١٣٨٩ لمريز کال کې په کندهار کې د مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٢٧٣ پېښې ثبت شوې وې او په روان ١٣٩٠ کال کې ٣٦٧ پېښې ثبت شوې، چې ٩٤ پېښې زياتوالى ښيي.
هغې زياته کړه، په دغو پېښو کې د مېرمنو وهل ټکول، ځان وژنه، ځان سوځونه، په کوچني عمر کې ودول، له کور څخه تېښته او نور شامل دي.
د نوموړي په وينا، مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي د پېښو ډېروالى د ټولنيزو ستونزو، ټيټ اقتصاد، نا امنۍ او نورو اړوندو نابرابريو سره تړلى دى.
د ښځو چارو رئيسې وويل، چې که څه هم ادارې يې د مېرمنو د دغه راز ستونزو د هواري په برخه کې هلې ځلې کړې، خو په قابو کولو يې نه دي توانېدلي.
دې وويل: ((له ستونزو سره سره د کندهار د ښځو چارو رياست په دې ولايت کې سلګونه مېرمنې د حرفوي زده کړو په برخه کې روزلي تر څو له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.))
اڅکزۍ دغه راز خبر ورکړ، چې په نوي لمريز کال کې به په کندهار کې د مېرمنو لپاره د امن کور او ښځينه باغ، چې د ورکشاپونو، تفريح او حرفوي زده کړو څانګې به ولري، جوړ کړي، چې د مېرمنو د حقونو په پلي کېدو کې به ډېره مرسته وکړي.
هغې دا هم وويل، چې د لومړي ځل لپاره يې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ښځو شورا جوړه کړه او وروسته يې دغه لړۍ د دې ولايت ميوند، ژيړۍ، پنجوايي او سپين بولدک ولسواليو ته هم وغځوله، تر څو له دې لارې د ښځو لپاره هر اړخيز خدماتي کارونه وشي.
د کندهار د عامې روغتيا رياست په استازيتوب ډاکټر فرشتې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې يې د روان کال په اوږدو کې ٢٨٨ تنې مېرمنې د توبرکلوز په برخه کې، ٢٢٣٧ تنې د لشمانيا، ٣٩٦ تنې د ترافيکې پېښو او ځان سوځونې په برخو کې او ١٨٨ تنې په وسلو وېشتل شوې مېرمنې تشخيص او درملنه شوې دي.
هغې په روانو شرايطو کې د زېږون پر مهال د مېندو مړينه هم ټيټه وګڼله او ويې ويل، چې پخوا په سلو زرو مېرمنو کې ١٦٠٠ تنو مېرمنو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو په روان کال کې دغه کچه ٣٥٠ تنو ته راټيټه شوې ده.
نوموړې د مېرمنو لپاره د طبي خدماتو په لړ کې د يو شمېر پرمختګونه خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې د لومړي ځل لپاره د کندهار په ميرويس روغتون کې نسايي ولادتخونه، چې د تېرو دريو لسيزو جګړو پر مهال تړل شوې پرانيستل شوه او دغه راز د ښځينه قابلو او نرسانو د روزنې لپاره يوه نوې ودانۍ د ٧،٢ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت هم رغول شوې ده.
د کندهار د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون په استازيتوب عبدالعزيز اکرمي هم وويل، چې په کندهار کې د بېلابېلو ستونزو له امله مېرمنې په پراخه توګه له تاو تريخوالي سره مخ دي.
هغه وويل، چې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا په ٢٠٠٦ کال کې تر سره شوې سروې ښيي، چې د هېواد په کچه په دولتي ادراو کې د مېرمنو شتون ٣١ سلنه وو، خو په ٢٠١١ کال کې دغه کچه ١٨ سلنه ته را ټيټه شوې ده، چې لامل يې روانه ناامني او نورې ستونزې دي.
نوموړي د ښځو د حقونو د پلي کېدو په برخه کې له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د مېرمنو د حقونو د پراختيا لپاره دې رښتينې سياسي ژمنې وکړي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا بيا د ښځو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د کندهار د ښځو چارو رياست ته دې پاملرنه وکړي، ځکه په دې ولايت کې مېرمنې له زياتو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وويل، په کندهار کې مېرمنو ته د کار او زده کړو هغه راز شرايط برابر نه دي لکه په کابل او نورو ولايتونو کې، په کار ده، د ښځو چارو وزارت په دې ولايت کې د مېرمنو لپاره ډېر څه وکړي.