کابل (پژواک ١٨ ورى ٩١): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې ٧ تنه مړه او درې تنه ټپيان شول.
د کندهار د ولايت مطبوعاتي مسوول جاوېد فيصل د وري په ١٨ مه ، پژواک ته وويل ،چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې ، د پنجوايي ولسوالۍ د سرې کلا اړوندخوني مانده په سيمه کې د کندهار _ هرات پر لويه لار د تېلو يو ټانکر له يوه مسافر وړونکي تونس موټر سره ټکر وکړ .
هغه وويل چې په دې پېښه کې تونس موټر اور اخيستى او په کې د وژل شويو کسانو جسدونه سوځېدلي دي .
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سردار محمد نظري پژواک ته وويل ،چې د تېلو ټانکر د کندهار لخوا د پنجوايي ولسوالۍ پر لور او تونس د پنجوايي لخوا د کندهار ښار ته روان و .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېلو ټانکر د سړک په منځ کې حرکت کاوه ، خو کله چې تونس ورسره مخ شوى، نو غوښتل يې چې پر سړک په خپل لاس حرکت وکړي له دې امله ،چې موټر تېز و په شترينګ وهلو سره ټانکر پر تونس چپه شوى او اور يې اخيستى دى.
هغه وويل چې په وژل شويو کسانو کې دوه يې ښځينه دي او نور يې له دې امله چې جسدونه يې سوځېدلي نه پېژندل کېږي .
دغه راز سرچينې زياته کړه ، چې په دې پېښه کې د تونس درې نور کسان ټپيان شوي دي .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن