ژبه

تازه خبرونه
امريکا: که طالبان خبرو ته چمتو وي، موږ حاضر يو

کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩١): امريکا له افغانستان سره د دوو تړونونو (د زندانونو مسووليت او شپني عمليات) لاسليک د افغانستان د ملي حاکميت په برخه کې يو مهم ګام بولي او وايي، چې دا پرمختګونه به سولې ته لاره هواره کړي.

په کابل کې د امريکا د سفير مرستيال جيمز کيننگهم (James Cunningham) وايي، هيلې شته څو د دې تړونونو له لاسليکېدو وروسته، طالبان او د دولت نورې مخالفې ډلې له جګړو لاس په سر شي او د سولې له بهير سره يوځاى شي.

نوموړي چې نن (د وري ٢٣مه) يې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وينا کوله، وويل: ((زه هيله مند يم چې د دې تړونونو په لاسليکېدو سره به طالبان او د دولت  نورې مخالفې ډلې د سولې په اړه سوچ وکړي او سولې ته به وهڅول شي.))

کيننگهم وايي، که چېرته وسلوال طالبان د سولې خبرو ته چمتو وي، امريکا به هم هغه ومني.

د امريکا سفير مرستيال څرګنده کړه: ((طالبانو په دې موده کې ونه غوښتل، څو له هغوى سره خبرې اترې وشي؛ خو که طالبان وغواړي چې له موږ سره مذاکره وکړي، موږ حاضر يو.))

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت وسلوالو مخالفينو (طالبانو) له امريکا او د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له افغان دولت سره د افغانستان په اړه د سولې مذاکرات ځنډولي دي.

هغوى ويلي دي، چې د کابل اداره او امريکا دواړه د سولې لپاره عملي او د منلو وړ طرحه نه لري، نو ځکه يې د خبرو اترو پروسه درولې ده؛ خو حزب اسلامي زياتوي چې اوس هم په اروپا او امريکا کې له ځينو کړيو سره اړيکې لري.

د امريکا مرستيال سفير وايي، چې د دواړو تړونونو (د زندانونو مسووليت او شپني عمليات) لاسليک به د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون لپاره لاره هواره او له افغانستان سره به د نړيوالې ټولنې د اوږدمهالې ژمنې ملاتړ څرګند کړي، چې د شيکاګو له کنفرانس څخه وړاندې به لاسليک شي.

کيننګهم زياته کړه: ((امريکا او د افغانستان دولت هيله لري، څو دا سند په بېړه پاى ته ورسوي او په دې ډګر کې ډېر کارونه شوي دي؛ موږ هيله لرو څو دا تړون د شيکاګو له کنفرانس څخه وړاندې لاسليک کړو.))

اټکل کېږي چې د افغانستان په اړه د ناټو هېوادونو سرمشريزه د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د امريکا په شيکاګو ښار کې جوړه شي.

د ستراتيژيک تړون په اړه، افغانانو ته د شپنيو عملياتو او د زندانونو د ساتلو مسووليت سپارل، د افغان حکومت له وړاندې شوو شرطونو څخه ګڼل کېدل.

خو دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزير او د ايساف عمومي قوماندان ترمنځ يو سند لاسليک شو، چې له مخې يې ايساف ځواکونه د شپنيو عملياتو حق نه لري او پرځاى به يې دا عمليات د افغان ځواکونو د ځانګړې قطعې له خوا ترسره کېږي.

همدارنګه تېره مياشت هم د دواړو خواوو ترمنځ يو تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې امريکا په افغانستان کې زندان ونه لري او د محابسو مسووليت به افغانانو ته سپاري. څرنګه چې جنرال غلام فاروق بارکزي لس ورځې وړاندې د پروان (بګرام) د نوي قوماندان په توګه دنده پيل کړه او امريکا اعلان وکړ، چې د دې زندان ټولې چارې به په شپږو راتلونکو مياشتو کې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شي.

که څه هم په کابل کې د امريکا مرستيال سفير د ستراتيژيک تړون د کره نېټې په اړه څه ونه ويل؛ خو څرګنده يې کړه، چې د خبرو په بهير کې د هغوى ډېره پاملرنه د افغان ځواکونو پر اوږدمهالي تمويل باندې راڅرخي.

هغه له ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالې ټولنې د همکاريو په دوام او د افغان امنيتي ځواکونو پر تمويل ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د زندانونو او شپنيو عملياتو د تړونونو له لاسليک وروسته، د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا په جګړو کې رسميت لري او د افغانستان د ملي بشپړتيا ځواکمنتوب به هم لوړ شي.

نوموړي په داسې حال کې چې په راتلونکو کلونو کې د امنيتي، اقتصادي مسايلو او امنيت ټينګښت په هکله خبرې کولې، د هغو پروګرامونو يادونه يې هم وکړه، چې د پسرلي موسم تر پاى پورې ورته لومړيتوب ورکول شوى دى.

په کابل کې د امريکا مرستيال سفير، د ستراتيژيک سند چمتووالى، د ناټو غونډه او د افغانستان د امنيتي مسايلو په اړه خبرې، د سيمه ييزو همکاريو په اړه د استانبول ناسته او د افغانستان د پراختيايي او اقتصادي پرمختګونو په خاطر د توکيو غونډې جوړول هغه پروګرامونه يادکړل، چې د روان پسرلي تر پاى پورې به ترسره شي.