کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي چین ته سفر کوي.
مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې عراقچي له ځینو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو سلا مشورو په لړ کې نن (سهشنبه) بیجینګ ته روانېږي.
په راپور کې راغلي چې نوموړی به په دغه سفر کې له خپل چیني سیال سره د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې وکړي..
د یادونې ده، عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له رامنځته کېدو وروسته مسکو، مسقط او دوه ځلي اسلاماباد ته سفرونه کړي دي.