منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۶ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

عراقچي

۲۱ راپورونه

راپورونه

عراقچي: پر ایران هر ډول برید به له قاطع ځواب سره مخ شي؛ ښکېل لوري مشروع هدفونه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې پر دغه هېواد، په ځانګړي ډول پر زیربناوو یې، هر ډول برید به له پیاوړي او قاطع ځواب سره مخ شي او په داسې بریدونو کې ښکېل یا د هغو ملاتړي لوري به «مشروع هدفونه» وبلل شي.

عراقچي: ایران تر اوسه د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، تهران تر اوسه د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی، خو امریکا د دغه هوکړه‌لیک د نهمې مادې په نقضولو سره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

عراقچي عراق ته سفر کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د عراق پلازمېنې بغداد ته تللی دی.

عراقچي: که د تفاهم‌لیک مواد عملي نه‌شي، د وروستۍ هوکړې لپاره به خبرې ونه‌شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي او که د تفاهم‌لیک مواد عملي نه‌شي، د وروستۍ هوکړې لپاره به خبرې ونه‌شي؛ خو که دغه تفاهم‌لیک لاسلیک شي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ به ازادې او د امریکا سمندري محاصره به پای ته ورسېږي.

عراقچي له خپل چیني سیال سره کتلي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيدعباس عراقچي له خپل چيني سیال وانګ يي سره په بیجينګ کې ليدلي دي. د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، سيدعباس عراقچي د…

عراقچي چین ته ځي

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي چین ته سفر کوي. مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې عراقچي له ځینو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو سلا مشورو په لړ کې نن…

عراقچي له عمان څخه بېرته اسلام‌اباد ته ستنېږي

کابل (پژواک، ۶ ثور ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، له پاکستاني چارواکو سره د خپلو سلا مشورو د دوام په ترڅ کې، له عمان څخه تر سفر…

عراقچي: د هرمز تنګی نه دی تړل شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د هرمز تنګی نه دی تړل شوی او له دغه مسیره د بېړيو د تګ راتګ درېدنه یا ځنډ د بیمه‌يي شرکتونو د هغو اندېښنو له امله دی چې د بل چا له خوا پيل شوې جګړې پورې تړاو لري، نه د ایران.

عراقچي روسیې ته ځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي روسیې ته ځي او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د ایران او اسرائیلو جګړه؛ عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې په استانبول کې ترسره کېږي، پر ایران د اسرائیل د بریدونو پر موضوع به په ځانګړې توګه خبرې وشي.