Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي روسیې ته ځي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي روسیې ته ځي او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

سیدعباس عراقچي د ترکیې په استانبول کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې نن مسکو ته سفر کوي.

هغه ویلي چې د دغه سفر په لړ کې به سبا (د چنګاښ ۲مه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د ایران د بهرنیو وزیر داسې مهال روسیې ته سفر کوي چې اسرائیل د وړمې جمعې پر سهار (د غبرګولي ۲۳مه) پر ایران بریدونه وکړل؛ له هغه راوروسته نهمه ورځ ده چې دواړه لوري پر یو بل هوایي او توغندیز بریدونه کوي، دواړه لورو ته زیانونه او مرګ‌ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې پر اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکړ او له بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې سولې ته غاړه کېږدي کنه «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.