کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې په استانبول کې ترسره کېږي، پر ایران د اسرائیل د بریدونو پر موضوع به په ځانګړې توګه خبرې وشي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیران په ناسته کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ته تللی دی.
راپور کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یادې ناستې په اړه ویلي، په دې ناسته کې به پر ایران د اسرائیل د بریدونو په اړه په ځانګړې توګه خبرې وشي.
عراقي زیاته کړې: «د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته چې له مخکې پلان شوې چې په دغې نېټه به ترسره کېږي، زموږ پر هېواد د صهیونیستي رژیم یرغل ته په کتو موږ غوښته وکړه چې په دې اړه ځانګړې ناسته ترسره شي چې دا غوښتنه مو ومنل شوه. هیلهمن یو چې د دغه یرغل د غندنې په اړه یوه غوره او قوي بیانیه صادره شي.»
هغه ټینګار کړی چې له دغه فرصته به ګټه واخلي او ګډونکوونکو بهرنیو چارو وزیرانو، سرمنشي او دغهراز د ترکیې له ولسمشر سره به اړخیزې ناستې ولري.
د یادونې ده، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیران ۵۱مه ناسته د «تحول په حال کې نړۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان» تر عنوان لاندې د دوو ورځو لپاره د څه باندې ۴۰ بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP