کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ويلي، د تېر پړاو مذاکرات که څه هم پرمختګونه پکې شوي وو، خو د امریکا د بېځایه غوښتنو او او ناسم چلند له امله موخو ته ونه رسېدل.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د روسیې د سنپټرزبورګ ښار ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي چې پاکستان او عمان ته یې سفرونه دوهاړخیز وو.
نوموړي څرګنده کړې: «د مذاکراتو په بهیر کې بدلونونه راغلي او د امریکا ناسم چلند او بېځایه غوښتنې سبب شول چې د مذاکراتو تېر پړاو، سره له پرمختګونو، خپلو موخو ته ونه رسېږي. له همدې امله اړینه وه چې اوسنی وضعیت له خپلو ملګرو سره په پاکستان کې وڅېړل شي او پرې مشورې وشي.»
هغه زیاته کړې چې پاکستان ته یې سفر بریالی و او په دغو سفرونو کې پر دې خبرې شوې چې مذاکرات په کوم مسیر او شرایطو کې دوام موندلی شي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې له هرمز تنګي خوندي تېرېدنه یوه مهمه او نړۍواله موضوع ده.
د هغه په وینا، تهران او مسقط، د دغه تنګي د څارونکو هېوادونو په توګه، اړتیا لري چې نږدې همغږي ولري څو ګډې ګټې یې خوندي شي.