ژبه

عراقچي: پر ایران د بریدونو پر وړاندې چوپتیا تېري‌کوونکي د جنایتونو تکرار ته هڅوي

زرغونه صالحى

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۷

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد پر وړاندې د بریدونو په اړه «چوپتیا او دوه‌ګوني دریځونه» غندلي او وايي چې دا ډول چلند تېري‌کوونکي د خپلو اقداماتو تکرار ته هڅوي. هغه خبرداری ورکړ چې پر ایران برید کې هر ډول ګډون به د دغه هېواد له دفاعي غبرګون سره مخ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (جمعه) د قرغيزستان په چولپون‌اتا ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې پر ایران د بریدونو په اړه د نړۍوالې ټولنې چوپتیا یا مبهم دریځونه نه یوازې د دغو اقداماتو د تکرار مخه نه نیسي، بلکې تېري‌کوونکي د هغو دوام ته هڅوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د ایران ډیپلوماتیکو هڅو ته په پوځي اقدام ځواب ورکولو، پر ډیپلوماسۍ او د شخړو د سوله‌ییز حل پر میکانیزمونو باور کمزوری کړی دی.
هغه ټینګار وکړ چې اسلامي جمهوریت ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې له خپل مشروع دفاعي حقه استفاده کړې او «د هيڅ جګړې پیلوونکی نه و او نه به وي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه خبرداری ورکړ چې پر ایران د برید په اړه هر ډول ګډون، همکاري یا مرسته ښکېلو لورو ته نړۍوال مسوولیت رامنځته کوي او د ایران پر وړاندې د هر ډول تېري سرچینه به د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د دفاعي اقداماتو مشروع هدف وي.
عراقچي د غزې او لبنان وضعیت ته په اشاره د اسرائیلو د بریدونو دوام هم وغانده او ویې ویل چې د دغو بریدونو عاملانو ته مصؤنیت ورکول د نړۍوال حقوقي نظام اعتبار له جدي ننګونې سره مخ کړی دی.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان له مهمو امنیتي او پراختیايي موضوعاتو څخه وباله او ویې ویل چې د دغه هېواد ثبات او امنیت د سیمې ټولو هېوادونو ته ستراتیژیک اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې ایران د هر هغه نوښت ملاتړ کوي چې د یوه خوندي، باثباته، پرمختللي، له ترهګرۍ پاک او د ټول‌شموله حکومت لرونکي افغانستان د رامنځته کېدو لامل شي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د ترینګلتیاوو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
عراقچي همدارنګه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې خپلې اقتصادي، سوداګریزې، ترانزیټي او بانکي همکارۍ پراخې کړي او ویې ویل چې دغه سازمان باید د سیاسي او امنیتي همکاریو ترڅنګ د یوې هراړخیزې اقتصادي او ټکنالوجیکې مشارکت پر لور هم حرکت وکړي.