Language

عباس عراقچي له پوتین سره د لیدنې او خبرو لپاره روسیې ته ورسېد

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د تهران – مسکو اړیکو او سیمه‌ییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې عراقچي د روسیې سن‌پټرزبورګ ښار ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې عراقچي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او خبرې وکړي.

په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، عراقچي به په دغه سفر کې له پوتین سره د امریکا، اسرائیل او ایران له جګړې وروسته د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې وکړي.

د یادونې ده، د عراقچي دغه سفر له هغه وروسته ترسره کېږي چې نوموړي د پاکستان او عمان له لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې کړې وې.

Related Topics