Language

عراقچي له عمان څخه بېرته اسلام‌اباد ته ستنېږي

کابل (پژواک، ۶ ثور ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، له پاکستاني چارواکو سره د خپلو سلا مشورو د دوام په ترڅ کې، له عمان څخه تر سفر وروسته نن یو ځل بیا اسلام‌اباد ته ستون شي.

سید عباس عراقچي، چې د جمعې په ماښام اسلام‌اباد ته رسېدلی و، د پاکستاني چارواکو سره تر لیدنو وروسته پرون دغه هېواد پرېښود او عمان ته ولاړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې عراقچي به له عمان وروسته مسکو ته هم سفر وکړي.

د ایرنا خبري اژانس نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې عباس عراقچي یو ځل بیا اسلام‌اباد ته ستنېږي، او د جګړې د بشپړ پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره د هر ډول تفاهم د چوکاټ په اړه د ایران د دریځونو او نظرونو انتقال د دې سفر له مهمو اجنډاوو څخه دی.

په راپور کې راغلي: «د ایران د پلاوي یو شمېر غړي چې پاکستان ته په سفر تللي وو، د شنبې ورځې تر سلا مشورو وروسته د جګړې د پای ته رسولو اړوند موضوعاتو په اړه د لازمو لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره تهران ته ستانه شوي او ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ بېرته اسلام‌اباد ته ولاړ شي او له عراقچي سره یو ځای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، وروسته له هغې چې عراقچي له اسلام‌اباد څخه عمان ته ولاړ، پاکستان ته د خپلو استازو سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سفر لغوه کړ.

ټرمپ ویلي چې امریکا ټول کارتونه په لاس کې لري او ایران هر وخت چې وغواړي کولای شي له دې هېواد سره د خبرو لپاره اړیکه ونیسي؛ خو دا به ونه شي چې د ده استازي ۱۸ ساعته الوتنه وکړي، پاکستان ته ولاړ شي او هېڅ پایله ترلاسه نه شي.