منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۱ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

عراقچي: وسله‌وال ځواکونه مو دفاع ته چمتو دي خو ډیپلوماسي ته هم وخت ورکوو

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر ويلي، که څه هم وسله‌والو ځواکونه یې دفاع ته بشپړ چمتو دي، خو ډیپلوماسي ته هم وخت ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې تهران ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي او له منځګړو سره په اړیکه کې دی، څو تر یوې اونۍ په لږ وخت کې د خپل اووه‌ورځني پلان  پلي کولو لارې چارې وڅېړي.

هغه زیاته کړې: «په داسې حال کې چې زموږ زړور وسله‌وال ځواکونه د خپل هېواد د دفاع لپاره بشپړ چمتو دي، ایران لا هم ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دغه هېواد چارواکي له منځګړو سره نږدې او پرله‌پسې اړیکې لري، څو داسې وړاندیزونه وڅېړي چې د تهران د اووه‌ورځني پلان پلي کېدل ان له یوې اونۍ په لږ وخت کې هم تضمینولی شي.

د یادونې ده، ایران د روان کال د تلې میاشتې په لومړیو کې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه‌ورځنۍ نقشه وړاندې کړې وه چې د نښتو درول هم پکې شامل وو.

د راپورونو له مخې، د ایران وړاندیز د منځګړو له لارې واشنګټن ته لېږدول شوی و او موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د پخواني تفاهم‌لیک د شرایطو بیا پلي کول وو، چې د جون په میاشت کې پرې هوکړه شوې وه.

بلخوا، الجزیرې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د خلیج هېوادونو له ایران سره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي، څو په منځني ختیځ کې د کړکېچ پراخېدو او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پیل مخه ونیسي.