ژبه

عراقچي له خپل چیني سیال سره کتلي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيدعباس عراقچي له خپل چيني سیال وانګ يي سره په بیجينګ کې ليدلي دي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، سيدعباس عراقچي د ايران په وخت سهار ۳:۰۰ بجې د يوه ډيپلوماتيک پلاوي په مشرۍ بیجينګ ته سفر کړی دی.

په راپور کې راغلي چې عراقچي او وانګ يي د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په همدې حال کې، رويټرز هم د دې ليدنې په اړه راپور خپور کړی دی.

د راپور له مخې، چین ته د عراقچي يو ورځنی سفر د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پلان شوي سفره يوه اونۍ مخکې ترسره شوی چې ټاکل شوې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره وګوري.

د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې ټرمپ د روان ميلادي مياشتې په ۱۴مه چين ته سفر وکړي.

ورته موضوع