کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره لیدنه کې ویلي چې ایران به د هرمز تنګي د امنیت د ساتونګي په توګه تل خپل تاریخي مسوولیت ترسره کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر خپله اېکسپاڼه د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیام جی شنکر سره د لیدنې خبر ورکړی او دا لیدنه د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې شوې ده.
هغه ویلي: «له خپل کوربه سوبرامانیام جی شنکر سره په ګټورو خبرو کې مې سیمهییز پرمختګونه وڅېړل او څرګنده مې کړه چې ایران به د هرمز تنګي د ساتونکي په توګه تل خپل تاریخي مسوولیت ترسره کوي.»
د عراقچي په خبره، ایران د ټولو «دوست ملتونو» لپاره یو باوري شریک دی چې کولای شي د سوداګرۍ د امنیت پر وړاندې پرې تکیه وکړي.
له بلې خوا، د هند د بهرنیو چارو وزیر هم پر خپله اېکسپاڼه ویلي چې له سیدعباس عراقچي سره یې د لوېدیځې اسیا د وضعیت او د هغه پر اغېزو خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو د علاقې وړ پر ګډو دوه اړخیزو مسایلو هم بحث شوی دی.
د یادونې ده، د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو د هند په کوربهتوب ترسره شوه.