ژبه

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ٣ پېښې ثبت شوې

کندهار (پژواک ٣ غويى ٩١): په کندهار کې د پوليو د واکسيناسيون درې ورځنى کمپاين په داسې حال کې پيل شو، چې تر دې مهاله په دغه ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوې دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غويي په ٣مه د پوليو د واکسين د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليو د واکسين د درې ورځني کمپاين له لارې به د کندهار او سوېلي ولايتونو ١٣ لکه او ٦٥زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

هغه زياته کړه، چې د واکسين چارې په کندهار ښار او ولسواليو کې د هغوى رضاکاره ټيمونو له خوا مخ ته وړل کېږي، چې مخکې له مخکې د عامې روغتيا رياست له خوا روزل شوي دي.

ده وويل، په کندهار کې يو ځل بيا د پوليو د واکسين بل پړاو داسې مهال پيلېږي، چې د نوي کال له پيله را په دېخوا تر دې مهاله د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوې، چې په خاکرېز، ډنډ او ارغستان ولسواليو کې دي.

د نوموړي په وينا، په ګاونډي ولايت هلمند کې هم د پوليو دوه پېښې ثبت شوې، چې يوه يې په نادعلي او بله په مارجې ولسوالۍ کې ده.

هغه که څه هم وويل، چې روغتيايي خدمتونه سرحد نه پېژني، خو يادونه يې وکړه، چې په ځينو لرې پرتو سيمو کې د امنيت ترڅنګ د ځينو نورو ستونزو له امله ماشومان له واکسين اخيستلو څخه بې برخې کېږي.

نوموړي د دې ستونزې يو بل لامل دا هم ياد کړ، چې د کندهار په کچه ٣٦ روغتيايي مرکزونه شته او په دې ټولو کې د واکسين اسانتياوې هم شته، خو دا د خلکو لپاره بسنه نه کوي او هغوى نه شي کولى، خپل ماشومان پر وخت د واکسين لپاره دغو مرکزونو ته يوسي.

دى وايي، د عامې روغتيا له وزرات سره يې څو ځلې پر يوه داسې پلان خبرې کړې، چې له مخې يې ټول ولايت د روغتيايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

ده وويل: ((هر ځل پر دغه راز کمپاينونو زيات لګښت راځي، په کار ده، داسې يو پلان جوړ شي، چې له لارې يې د ډېر لګښت مخنيوى وشي، له يوې پلوه به ټولو خلکو ته پر وخت روغتيايي خدمات ورسېږي او هم به دغه مرکزونه د واکسين او نورې چارې کنټرول کړي.))

په روان کال کې د سوېلي حوزې په کچه د پوليو پنځه پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه ډېره لوړه وه.

په کندهار ښار او ورسره ٦ ولسواليو کې د ماشومانو د ګوزڼ ٢٠ پېښې، په هلمند ولايت کې ١٤ او په زابل ولايت کې يوه پېښه ثبت شوې او په دې توګه، د تېر کال په اوږدو کې ټولې پېښې ٣٥ وې.

ورته موضوع