ژبه

کندوز کې د سرو زرو یوه کان د استخراج تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د څه باندې شل میلیون ډالرو په ارزښت د کندوز د قلعه‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په حضور کې د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان ریف ګروپ (LLC) شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کان ۵.۹۷ کیلومتره مربع مساحت لري او دغه شرکتونه به د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو پانګونه پکې وکړي چې د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو ولګوي او همدارنګه به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو سفیرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له یاد شرکت سره د همکارۍ له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی شرکتونه د افغانستان د کانونو برخه کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د کانونو او پټرولیم وزیر د هغوی د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغه تړون لاسلیک د درېیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا برخه کې یو مثبت ګام دی.

نوموړي ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ټولو هغو کورنیو او نړۍوالو پانګه‌والو هرکلی کوي، چې غواړي د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.