Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چابهار بندر ٢٥٠ جريبه ځمکه افغان سوداګرو ته ورکول کېږي

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩١): ايران افغان سوداګرو ته د دغه هېواد په چابهار بندر کې د پانګونې په موخه ٢٥٠ جريبه ځمکه ورکوي.

په همدې موخه نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي او د ايران د چابهار بندر د مديره پلاوي مشر شهباز يزداني ترمنځ په کابل کې هوکړه ليک لاسليک شو.

د ايران د چابهار بندر افغانستان ته د کراچۍ د بندر په پرتله، چې دا مهال د هېواد شاوخوا ٨٠ سلنه سوداګر يې له لارې سوداګريز توکي وړي راوړي، ١٠٠٠ کيلومتره لنډ دى.

دغه بندر، چې نړۍ والو اوبو ته لار لري، د ايران په سوېل ختيځ کې موقعيت لري او د افغانستان د نيمروز له ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې پروت دى.

احدي وويل، څو کاله مخکې د افغانانو له خوا د چابهار له بندر څخه د سوداګريز بندر په توګه د ګټې اخېستنې موضوع د مفکورې بڼه درلوده، خو د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو په پايله کې نننۍ هوکړې دې مفکورې ته عملي بڼه ورکړه.

د هغه په وينا، د نننۍ هوکړې له مخې ايران د پنځوسو کلونو لپاره په چابهار بندر کې ٢٥٠ جريبه ځمکه افغانستان ته د اجارې په توګه ورکوي او دغه موده تمديد کېداى هم شي.

دى وايي، د هوکړې له مخې به افغانستان تر ١٥ کلونو هر کال د يو متر مربع ځمکې په بدل کې ٤٠ افغانۍ ايران ته ورکوي، خو له ١٥ کلونو وروسته کېداى شي دغه بيه لوړه شي.

سرچينې زياته کړه: ((دا په اصل کې يو امتياز دى چې ايران موږ ته راکړى.))

احدي وايي، د نننۍ هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه له چابهار څخه د سوداګريز بندر په توګه د ګټې اخيستنې په موخه يو ګډ ترانسپورټي شرکت جوړ کړي.

دغه راز دى وايي، چې له هوکړې سره سم د افغانستان يو هوايي شرکت کولاى شي چې له کابل څخه چابهار او له هغه ځايه دوبى او معکوسې الوتنې ترسره کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير وويل، دغه ځمکه به هغو افغان سوداګرو ته ورکړل شي، چې مناسبه سوداګريزه طرحه او پانګه ولري.

د سرچينې په وينا، د چابهار له بندر څخه ګټه اخيستنه به د افغانستان سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.

د ايران د چابهار بندر د مديره پلاوي مشر شهباز يزداني وويل، سوداګر کولاى شي د چابهار بندر له لارې د فارس خليج ته لاسرسى ولري.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه بندر چې ١٤زره هکتاره مساحت لري او په ١٣٧٠کال کې تاسيس شوى، د درې ميليون ټنه توکو د لېږد را لېږد وړتيا لري، خو په پام کې ده چې په راتلونکو کلونو کې دغه کچه ٦ ميليون ټنو ته لوړه شي.

دى وايي، چې افغان سوداګرو ته هم د يادې کچې په پام کې نيولو سره برخه ورکول کېږي.

سرچينې دا هم وويل، چې د نننۍ هوکړې له مخې افغانان کولاى شي چې د سوداګرۍ د ښې ودې لپاره د چابهار په بندر کې د بانک څانګه هم جوړه کړي.

په کابل کې د ايران نوي سفير ډاکټر ابوالفضل ظهره وند نننۍ هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو يوه ښه بېلګه وبلله.

هغه وويل، چې د چابهار له بندر څخه د افغانانو ګټه اخيستنه به د افغانستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز وکړي.

سوداګر او د افغانستان د متشبثينو د بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا هم نننۍ هوکړه يوه ستره لاسته راوړنه او د افغانستان د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې يو مثبت اقدام وباله.

هغه د افغانستان له سوداګرۍ او صنايعو وزارت څخه وغوښتل چې دې ته ورته هوکړې له نورو ګاونډيو هېوادونو سره هم لاسليک کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.