ژبه

د کندهار تر ٢زره هکتاره ډېره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

کندهار (پژواک ١٤ غويى ٩١): د کندهار ولايت چارواکي وايي، د کوکنارو اړولو د کمپاين په لړ کې يې تر ټاکلي هدف (٢زره هکتاره) زياته ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

په دې اړه نن د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې يوه خبري غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، امينه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق اڅګزي، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د ارکان رييس جنرال واقف شاه او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران ګډون کړى و.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران وويل، چې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو اړولو د کمپاين په لړ کې يې تر ٢٠٠٠ هکتاره زياته ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

هغه زياته کړه، د کوکنارو اړولو کمپيان روان دى او سږ کال په پلان کې لري، چې تر ورکړل شوي هدف زياته ځمکه له کوکنارو پاکه کړي.

د نوموړي په وينا، روان کال په هغو ولسواليو کې هم د کوکنارو اړولو کمپاين وشو، چې په تېر کې د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وې.

شکران خبر ورکړ، چې په دې لړ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هڅه کوي، د فوډ زون او يو شمېر نورو پروژو له لارې له کروندګرو سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې مرسته وکړي.

په دغه خبري کانفرانس کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د ارکان رييس په کندهار ښار، خاکرېز، ميانشين، شاوليکوټ او ارغنداب کې د امېد اتل ١٩ په نوم د چاڼيزو عملياتو په اړه معلومات ورکړل، چې موده وړاندې پيل شوي دي.

جنرال واقف شاه وويل، د دغو عملياتو مشري د ملي اردو پر غاړه ده، چې له پوليسو سره په ګډه تر سره کېږي او د اړتيا پر مهال له ايساف څخه د هوايي ځواک مرسته هم غوښتل کېږي.

دى وايي، د دغو عملياتو په لړ کې به کندهار ښار ته غځېدلې هغه لارې تر امنيتي پوښښ لاندې راوستل شي، چې امنيت ګواښي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم د پيل شوو عملياتو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه عمليات يوازې چاڼيزه بڼه لري او د دې لپاره ترسره کېږي، چې په ولسواليو کې د مامورينو ګومارلو او پرمختيايي چارو پيلولو ته لاره هواره کړي.

ورته موضوع