ژبه

کاپیسا کې د سخت باران او ږلۍ له امله پنځه کسان مړه شول

محمود راقي (پژواک، ٢٠ غویی ١٤٠٥):د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د شانان‌خېلو کلي کې د سخت باران او ږلۍ له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي؛ دغه طبیعي پېښې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کاپیسا ولایت ویاند عبدالعزیز نظري پژواک ته ویلي چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.

هغه پرته له دې چې نور جزییات ورکړي، زیاته کړې چې په دې پېښه کې څو د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه له ګڼو مېوه‌لرونکو ونو سره زیانمنه شوې ده.

نوموړي ویلي چې په نجراب ولسوالۍ کې هم بارانونه شوي او په کوه‌بند ولسوالۍ کې ږلۍ ورېدلې، خو تر اوسه له دغو سیمو د ځاني او مالي زیانونو راپور نه دی ترلاسه شوی.

ورته موضوع