ژبه

د کندهار ژورناليستان: پر خبريالانو د کار ساحه تنګه شوې ده

کندهار ښار (پژواک ١٤ غويى ٩١): په کندهار کې مېشت خبريالان وايي چې ورځ تر بلې يې پر وړاندې ستونزې ډېرېږي او په دې وروستيو کې ورباندې د کار ساحه تنګه شوې ده.

 کندهار مېشتي لسګونه ژورناليستان چې نن د غويي په ١٤مه، د بيان ازادۍ د نړيوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت د کندهار پرېس کلب په ودانۍ کې سره راغونډ شوي وو، د بيان پر ازادۍ ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د خپلو ستونزو حل وغوښت.

 د کندهار پرېس کلب مرستيال دواخان مينه پال په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد ژورناليستانو له تېرې يوې لسيزې راهيسې د بيان ازادۍ د ساتلو لپاره ګڼې قربانۍ ورکړې دي.

 هغه زياته کړه: ((کندهار او سوېلي زون، چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې د خبر جوړولو او خبر ورکولو مهمه سيمه ده، له دې سربېره چې موږ خبريالانو د هرې ستونزې، هر بدلون، پرمختګ او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرونه خپاره کړي، خو ډېرې لويې ستونزې مو پر ځان منلې او لا يې هم ګالو.))

 د ده په خبره، په کندهار کې مېشت خبريالان په تېره يوه لسيزه کې د بېلابېلو کړيو له خوا وژل شوي، وهل شوي، ترټل شوي او له بده مرغه چې دغه چاره لا هم روانه ده.

 د نوموړي په وينا، په کندهار کې د مېشتو خبريالانو ستونزې په داسې حال کې ورځ تر بلې ډېرېږي، چې حکومت په تېره يوه لسيزه کې د بيان ازادي له خپلو لويو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

 ده وويل: ((په داسې حال کې چې کندهار مېشتو خبريالانو د خبر رسولو په برخه کې هېڅ ناغېړى نه دى کړى، ولې پر وړاندې يې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې؟ د هغوى پر وړاندې د کرکې موارد ډېر شوي او تر ټولو بده لا دا چې له هغوى سره د مرستې روحيه ضعيفه شوې، خو قوي شوې نه ده.))

 دى وايي، دا سمه ده چې په هېواد کې مېشت ژورناليستان له ستونزو سره مخ دي، خو په کندهار کې دغه ستونزې په دې وروستيو کې نورې هم زياتې شوې دي.

 مينه پال زياتوي: ((په کندهار کې د ګوتو په شمېر دولتي سيمه ييز چارواکي د بيان ازادۍ ته د يو ارزښت په سترګه ګوري؛ خو ګڼ شمېر چارواکي په ډېره لوړه کچه د بيان د ازادۍ پر وړاندې ستونزې جوړوي، چې په کاري ډګر کې يې پر خبريالانو ساحه تنګه کړې ده.))

 په دې وروستيو کې په کندهار کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې، چې د ټولو ژورناليستانو اندېښنې يې راپارولې دي.

 په کندهار کې د امريکا غږ اشنا راډيو خبريال سيدسرور اماني پژواک اژانس ته وويل، د کندهار دولتي کړۍ هڅه کوي د بيان ازادي سانسور او خبريالان د پېښو او موضوعاتو پر مهال له کره معلوماتو څخه لېرې وساتي.

 د نوموړي په وينا، چارواکو په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې نوې رويه خپله کړې او غواړي په دې توګه هغوى تر خپل اغېز لاندې وساتي.

 په کندهار کې له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې (نى) مشر سمېع غيرتمل هم وويل، چې تېر کال په همدې پرېس کلب کې د بيان د ازادۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه؛ خو سږ کال پيکه ده او دا څرګندوي چې د تېر په پرتله د خبريالانو پر وړاندې ستونزې زياتې شوې دي.

 هغه د خبريالانو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ژورنالېزم ټاکلو اصولو ته په ژمنتيا کولى شو، خپلې ستونزې تر ډېره راکمې کړو.

 په کندهار کې د افغان ازادې راډيو مسوول صديق الله خليق هم د خبريالانو پر ستونزو اندېښنه وښودله او ترڅنګ يې له سيمه ييزو غږيزو رسنيو څخه غوښتنه وکړه، چې ټولنې ته د تفريحي خپرونو پر ځاى دې د عامه ذهنونو د روښانولو په موخه ټولنيز او معلوماتي څه وړاندې کړي.

 د غونډې برخه وال خبريالان، د مراسمو د پاى په شېبو کې په تېرو لسو کلونو کې د کار پر مهال له قرباني شويو خبريالانو سره د خواخوږۍ په موخه د يوې دقيقې لپاره چوپ پاتې شول.

 خبريالانو له چارواکو اواړوندو نورو کړيو وغوښتل، چې د بيان ازادي د يوه ارزښت په توګه ومني او د خبريالانو پر وړاندې له ستونزو جوړولو ډډه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) نن وويل، چې په وروستي يوه کال کې د خبريالانو پر وړاندې ٧٧ د تاوتريخوالي پېښې چې څلور يې د خبريالانو وژنې دي، رامنځ ته شوې دي؛ خو دولت يې دوسيې نه دي څېړلي.

 د يادې ادارې د مشر صديق الله توحيدي د معلوماتو له مخې، د ٢٠١١ کال له مې مياشتې د ٢٠١٢ کال تر مې مياشتې پورې څلور افغان خبريالان وژل شوي دي.