ژبه

په کندهار ښار کې د نجونو لپاره دديني زده کړو څانګه پرانېستل شوه

کندهارښار (پژواک ٣١ غويى ٩١): د کندهار ښار په محمديه مدرسه کې د نجونو لپاره د ديني زده کړو څانګه رسما پرانېستل شوه.

دغه ديني مدرسه د کندهار د پوهنې رياست له لوري د ښار اړوند په نهمه ناحيه کې جوړه شوې، چې په دې ولايت کې به د محمديه مدرسې د يوې څانګې په توګه د نجونو لپاره د ديني زده کړو زمينه برابره شي.

د محمديه مدرسې مهتمم مولوي محمد نسيم اخندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ديني مدرسه کې دا مهال ٣٨٢   نجونې ديني زده کړې کوي او ١٢ ښځينه ښوونکې لري.

د ده په خبره، د محمديه مدرسې اړونده يوه پخوانى ودانۍ يې د دغو ښځينه زده کوونکو لپاره ځانګړې کړه، چې د کتابونو او قرطاسيې په برخه کې ورسره د کندهار د پوهنې رياست مرسته کوي.

هغه زياته کړه، چې که څه هم د مدرسې لپاره جوړه شوې ودانۍ عصري نه ده، خو ١٢ درسي خونې  او نور اړين ملحقات لري.

د نوموړي په وينا، په کندهار ښار کې د لومړي ځل لپاره د هلکانو تر څنګ د نجونو لپاره د ديني زده کړو زمينه برابره شوې او غوښتنه يې وکړه، چې دغه راز ديني مدرسې دې نورې هم پرانېستل شي، تر څو ښځينه په کې دينې زده کړې وکړي.

د کندهار د ولايتي شورا منشي حاجي حفيظ الله مجاهد د مدرسې د پرانېستې پر مهال له خلکو وغوښتل، چې خپلې نجونې د دينې زده کړو لپاره دغې مدرسې ته ور ولېږي.

د يادې شوې ديني مدرسې ښځينه ښوونکو او زده کوونکو هم خوښي ښودله، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې د هغوى لپاره د ديني زده کړو مرکز جوړ شوى، خو غوښتنه يې کوله، چې د پوهنې رياست دې دغه مرکز ته د نورو لېسو او ښوونځيو په څېر پاملرنه وکړي.

په کندهار کې تر دې وړاندې د هلکانو لپاره د ديني زده کړو مرکزونه موجود وو، خو دا لومړى ځل دى ،چې د نجونو لپاره د ديني زده کړې يو مرکز پرانېستل کېږي.

ورته موضوع