ژبه

په سپين بولدک کې ترافيکي پېښې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩١): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ نور ټپيان شوي دي.

 

دغه ترافيکي پېښه د سپين بولدک ولسوالۍ د ډبرۍ پله په سيمه کې نن غرمه تر ١١ بجو وروسته شوې ده.

 

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړو دوه سراچه موټر مخامخ وجنګېدل.

 

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ١٣ نور ټپي شوي او د درملنې په موخه د سپين بولدک ولسوالۍ ملکي روغتون ته رسول شوي دي.

 

د نوموړي په وينا، د پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

 

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان وايي، چې د دې پېښې د پلټنې په موخه يې د ترافيکو مديريت اړوند پلاوى سيمې ته لېږلى دى.

 

هغه زياته کړه، د پلټنې ټيم تر څېړنو وروسته به مجرم (چلوونکي) ته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

 

نوموړي د ترافيکي پېښو لامل پر لويو لارو د موټرونو زياته ګڼه ګوڼه، د چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو تنګوالى بولي او وايي، چې په دې وروستيو کې دغه راز پېښې ډېرې شوې دي.

 

ورته موضوع