غزنيښار (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): غزني کې اړوند ورزشي مسوولین وایي چې د کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په سپارښتنه یې د دغه ولایت د کلبونو په کچه د ۲۰۲۶ کال د کرکټ ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل کړې دي.
د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک ته وویل، دغه سیالۍ د دغه ولایت د مرکز اسفنده سیمې ولایتي لوبغالي کې ترسره کېږي او شاوخوا دوه میاشتې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې وفا ټایګرز لوبډلې د قرهباغ اتلانو لوبډلې ته په ۲۱۲ منډو ستره ماته ورکړه.
د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ د کلبونو ترمنځ د سیالیو پیاوړتیا، د لوبغاړو د وړتیاوو ارزونې او د نوو استعدادونو موندلو په موخه پیل شوې، څو راتلونکو لوړو پړاوونو ته غوره لوبغاړي معرفي شي.
پکتیال وویل، هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي، د ټاکل شوو معیارونو له مخې به د راتلونکو دویمې درجې ولایتي سیالیو لپاره انتخاب شي.
بلخوا، د وفا ټایګرز لوبډلې یوه لوبغاړي رحمتالله احساس وویل، د دغو سیالیو ترسره کېدل د ځوانو لوبغاړو لپاره مهم فرصت دی، څو خپل استعدادونه وښيي او د لوړو سیالیو لپاره لاره پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: په غزني کې د کرکټ مینهوال زیات شوي او دا ډول سیالۍ کولی شي د ځوانانو ترمنځ د کرکټ وده لا چټکه کړي.
د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې په غزني ولایت کې د کرکټ لوبې ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې ده.