ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو ښاروالۍ په فساد او د ځمکې پر مافيا تورنه کړه

author avatar
26 Jun 2012 - 17:45
author avatar
26 Jun 2012 - 17:45

کابل ښار ( پژواک د چنګاښ ٦مه ٩١): لاريون کوونکي د کابل ښاروالۍ په مخ کې راټول شول او ښاروالي يې په فساد او د ځمکې په مافيا کې په لاس لرلو تورنه کړه .

 لاريون کوونکي، چې شمېر يې نږدې دوه سوه تنو ته رسېد، د لاريون لامل د ښاروالۍ لخوا د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې د قلعۀ زمانخان  په سيمه کې د ځمکې د نومرو د نه وېش پر وړاندې اعتراض وباله.

 پارېدلو لاريون کوونکو په داسې حال کې ،چې د ” مړه دې وي د ځمکې او زورواکومافيا”،

” مړه دې وي له قانون څخه سرغړوونکي” او ” موږ خپل قانوني حق غواړو” شعارونه يې له ځانه سره لېږدول، نن له غرمې مخکې د ښاروالۍ د ودانۍ په مخ کې راټول شول او د ښاروالۍ چارواکي يې په فساد او د ځمکې په مافيا کې په لاس لرلو تورن کړل.

  هغوى له حکومت نه وغوښتل، چې پرېنږدي، چې دغه لاريون په تاوتريخوالي واوړي.

 د قلعۀ زمانخان د پروژې د اتحاديې رييس محمود خان پژواک خبري اژانس  ته وويل : په ١٣٧١ کال کې په دې ساحه کې د اته زره نومرو د ملکيت سندونه د حکومت لخوا خلکو ته ووېشل شول ، خو تراوسه ددې نومرو خاوندان نه دي توانېدلي، چې له ښاروالۍ څخه خپلې ځمکې ترلاسه کړي.

 هغه زياته کړه ، چې د سيمې اوسېدونکي ددې ستونزې د هوارۍ لپاره ديوې اتحاديې جوړېدو ته اړ شول، څو له رسمي لارې وکړاى شي خپلې نومرې ترلاسه کړي.

  دغه لاريون کوونکي ادعا کوي؛ له دې سره سره چې د ښاروالۍ لخوا د کابل د چهلستون د پدوله دښتې په ساحه کې د هغوى د نومرو په بدل کې د ځمکې د ورکړې ژمنه ورسره شوې ده، خو دغه ژمنه د څو مياشتو په تېرېدو سره تراوسه نه ده عملي شوې.

 د  قلعه زمانخان پروژې د اتحاديې مشر وويل : ” پيسې موږ ورکړي، د ملکيت سند موږ لرو او قواله هم لرو، خو د خلکو حق تلف او زورواکو ته ځمکې ورکړل شوي، که چيرې د کابل په ساحه کې موږ ته رسمي او دولتي پروژه ووېشل شي، موږ يې منو، خو موږ په بېلابېلو پلمو غولوي. “

 همدارنګه د لاريون کوونکو په منځ کې يوې مېرمنې وويل : ” کله چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره ښاروالۍ ته مراجعه کوي، د ښاروالۍ د چارواکو له توند غبرګون سره مخ کېږي.

 هغې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس  ته وويل : ” ما په خپله څلور سوه زره تحويل کړي دي، د ملکيت رسمي سند لرم، خو پروژه د وري په مياشت کې پرانستل شوه او نومرې زورواکو ته توزيع شوې. “

 د کابل ښار د جوى شير اوسېدونکي سليم هم وويل : له دې سره سره چې د ځمکې د ترلاسه کولو په بدل کې يې دولت ته پيسې تحويل کړي ، خو تراوسه په کرايي کور کې ژوند کوي.

 هغه زياته کړه : ” اتلس کاله مخکې يې د درې بسوې ځمکې په بدل کې ٣٦٠ زره زړې افغانۍ ورکړې دي، اوس چې زموږ ځمکه نه راکوي ، خير دى، خو که په بدل کې موږ ته په بل کوم مناسب ځاى کې ځمکې ووېشل شي، منو يې. “

 لاريون کوونکي، چې د سهار له اتو بجو له غرمې وروسته تر دوو بجو د ښاروالۍ په انګړ کې راټول شوي وو، اعتراض يې درلود، چې د ښاروالۍ چارواکو تراوسه هېڅ ځواب نه دى ورکړى.

 هغوى ګواښ وکړ، چې که يې ستونزه هواره نه شي، نو له تاوتريخوالي په ډک لاريون به لاس پورې کړي.

 د کابل ښاروالۍ د ملکيتونو د رياست مرستيال حاجي محمد صابر يوسفي پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون له لارې وويل چې ددې ادارې رييس هند ته سفر کړى او اوس مهال په دې اړه خپل نظر نشي څرګندولى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.