کابل ښار(پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د ولسي جرګې د اعتماد پارلماني ګروپ ، له فساد سره د کلکې مبارزې په اړه، د ولسمشر له وروستيو څرګندونو څخه ملاتړ کړى او له هغه څخه يې وغوښتل،چې په دې برخه کې دې ،د فاسدو کړيومقاومت ته په نه پاملرنې سره ، پرېکنده عمل وکړي.
ولسمشر حامد کرزي د چنګاښ په لومړۍ نېټه د درې ګونو قواوو په فوق العاده غونډه کې ،چې د ملي شورا په مقر کې جوړه شوه ، د قانون پر ټينګښت د ټينګار تر څنګ يې، غوره حکومتولۍ او له فساد سره کلکې مبارزې ته د لارې په هوارولو سره ،وويل: (( تراوسه د يوشمېر لاملونو له امله مصلحت پال وم، خو له دې وروسته نه.))
د ولسي جرګي غړي محمد نوراکبري په مشرۍ ،د اعتماد پارلماني ګروپ په نننۍ خبري ناسته کې د ولسمشر له خبرو څخه ملاتړ څرګند کړ، خو ويې ويل،چې له اداري فساد سره د کلکې مبارزې نه پرته، ولس پرحکومت بې باورى کېږي.
اکبري زياته کړه، چې له اداري فساد سره مبارزه بايد په يو ملي کمپاين بدله شي او دا کمپاين بايد د دولت له جګپوړو چارواکو څخه ،چې په فساد کې ښکېل دي، پيل شي.
نوموړي په فساد د اخته کسانو نومونه وانه خيستل، خو ويې ويل چې دې ګروپ له فساد سره د مبارزې يو طرحه هم جوړه کړې ده او ولسمشر ته به يې وړاندې کړي.
همداراز هغه خبرپاڼه،چې ددې ډلې لخوا خپره شوې ده ، کاږي چې اداري فساد په يو سيستم بدل شوى او په فساد ککړ لوړپوړي دولتي چارواکي ، سياسي اود اقتصادي مافيا وتلي څېرې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( موږ له عدلي اوقضايي او د قانون ساتنې له ارګانونو څخه غواړو، څو په کابل بانک کې ،په اختلاس د تورنوکسانو، له بهرنيانو سره د سترو تړونونه او له قدرت او موقف څخه د ناوړه استفاده کونکو د دوسيو په اړه ډيرژر پرېکړه وکړي او مجرمينو ته سزا ورکړي.))
ياده خبرپاڼه فساد د هېواد د بربادۍ لامل ګڼي او زياته وي: (( ولسمشر بايد د فاسدو کړو شور او ځوګ ته په نه اعتناکولو سره، ددې ولسي ارمان د پلي کېدو په خاطر، کلک ګامونه پورته کړي.
د اعتماد پارلماني ډله ،د محمد نور اکبري په مشرۍ ،په دې وروستيو کې جوړه شوې او ١٩ غړي لري.
د يادونې ده،چې تر دې وړاندې، د(( افغانستان))؛ ((دريم خط))؛ ((اصلاح غوښتونکو)) ؛ ((ملي استقلال)) پارلماني ډلو هم خپل شتون اعلان کړى وو.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP