کندهار (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د کندهار ولايت د امنيت امر د روژې د مبارکې مياشتې په راتلو په کندهار ښار او ولسواليو کې د امنيتي تدابيرو د زياتولو خبر ورکړ او له خلکو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي دغه څرګندونې د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبري غونډې ته وکړې او خبريالانو ته يې د روانې اوونۍ د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
اطرافي وويل، د روژې د مبارکې مياشتې په راتلو په کندهار ښار او ولسواليو کې امنيتي تدابير زيات شوي، خو خلک هم بايد مرسته وکړي.
هغه زياته کړه: ((دا چې د کندهار ښار او درېيو ولسواليو ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې او بهرني ځواکونه کرار کرار وځي، د خلکو د ډاډمن ژوند په موخه يې ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.))
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په خپلو خپلو سيمو کې دې د ناپېژانده کسانو د تخريبي کړنو په اړه پوليسو ته پر وخت معلومات ورکړي.
د امنيت امر په روانه اوونۍ کې د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دې موده کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٤ ګډ او ٧ ځانګړي عمليات، ٣٠٧ کمينونه او ٢٨٥ ګزمې ترسره کړې دي.
د ده په خبره، د دغو عملياتو پر مهال ٢٩ وسلوال مخالفين وژل شوي، ٤ ټپيان او ٣١ نور له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى ژوندي نيول شوي دي.
هغه وايي، روانه اوونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٤٧ ماينونه او ٢ د چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټرسايکلونه کشف او شنډ کړي او دغه راز ١٤ کلاشينکوفونه، ٢ ميله پيکا، ١ راکټ انداز، ٤ تومانچې، ١١ لاسي بمونه، ٦ مخابرې، ٣٠ شاجورونه او ٢ موټرسايکلونه نيولي دي.
نوموړي د غلا، قتل او نورو جرمونو په تړاو د ١٣ تنو د نيولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې ٧ تنه نور يې د ١١ ګرامه هيرويينو، ٢٠ کيلوګرامه ترياکو او ٢٥ کيلوګرامه خاشخاشو په تړاو نيولي دي.
امنيتي چارواکي د روژې د مبارکې مياشتې له راتلو سره جوخت په داسې حال کې د امنيتي تدابيرو د ډېرېدو خبره کوي، چې تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کندهار ښار او درېيو ولسواليو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.