ژبه

اوزبېکستان او جاپان د افغانستان د پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي د جاپان د نړۍوالو همکاریو ادارې د سوېلي اسیا له رييس سره په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پلې کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف د جاپان د نړۍوالو همکاریو ادارې د سوېلي اسیا له مشر تتسویا یامادا سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو پروژو پلې کېدو په اړه بحث او د نظر تبادله کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې جاپاني لوري د افغانستان په اړه د اوزبېکستان د عمل‌محوره تګلارې هرکلی کړی او د ترمذ ښار رامنځته شوې زېربناوې یې ستایلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جاپاني چارواکو همداراز د ترمذ له شته ظرفیتونو د پوهنې، روغتیا، کرنې، خصوصي سکټور د پراختیا او مخدره موادو پر ضد مبارزې برخو کې د ټولنیزو پروژو پلې کولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو پروژو موخه د افغانستان د خلکو د ژوند د وضعیت ښه کول دي.