ژبه

په تخته پُل ولسوالۍ کې ٤ زره کيلو ګرامه امونيم نايټريټ ونيول شول

کندهار ښار (پژواک ٧ زمرى ٩١): امنيتي ځواکونو د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې عمليات کړي او ٤ زره کيلوګرامه امونيم نايټريټ کېمياوي سره يې تر لاسه کړې ده.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل،چى امنيتي ځواکونو تېره شپه د دغې ولسوالۍ د ميرزا محمد خان څاه په سيمه کې د دقيقو معلوماتو پر بنسټ پر يوه کور عمليات وکړل.

 هغه زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال له دغه کور څخه د سل کيلو باروتو په ګډون ٤٠٠٠ کيلوګرامه امونيم نايټريټ تر لاسه شول، په دغو عملياتو کې چا ته زيان نه دى اوښتى او دغه راز څوک نيول شوي هم نه دي.

 د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه په دې لټه کې دي، چې د دغو چاودېدونکو توکو ساتونکي او لېږدوونکي ونيسي.

 فيصل وايي: ((په کومه ساحه کې ، چې تېره شپه عمليات شوي د ولسوالۍ له مرکز څخه ١٥٩ کيلو متره واټن لري، چې له همدې امله د موادو د لېږد امکانات نه وو او د ځانګړي پلاوي پر وړاندې ورته اور واچول شو.))

 امونيم نايټريټ کېمياوي سره ده، چې وسلوال مخالفين ترې د ماينونو په جوړولو کې کار اخلي، چې څلور کاله وړاندې ورباندې حکومت بنديز ولګاوه.

 د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې دغه کېمياوي سره په هېواد کې دننه نه جوړېږي، بلکې له ګاونډي هېواد څخه په قاچاق توګه راوړل کېږي، چې اوس مهال ورڅخه   وسلوال مخالفين په ورانکارو کړنو کې کار اخلي.