لښكرګاه (پژواك ۲۴ زمرى۹۱): په هلمند کې د دوو بېلابېلو پېښو له امله د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا مدير ووژل شو او درې پوليس ټپي شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د زمري په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې د ولسوالۍ د برېښنا مدير د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.
هغه زياته کړه، چې ياد مدير په جومات كې د ماښام په لمانځه ولاړ و، چې د دوو موټرسايكل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او وتښتېدل.
فرهنګ وايي، له پېښې سره په تړاو ځيني شكمن كسان نيول شوي او اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.
د دغه ولايت د برېښنا رييس اهل الله عبيدي پژواک اژانس ته د ګرشک د برېښنا د توزېع د مدير جمعه ګل وژنه تاييد کړه.
د امنيه قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې تېره شپه د لښکرګاه د کارته لګان په سيمه کې د يوې چاودنې له امله درې پوليس ټپي شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP