ژبه

په کونړ کې د يوې نجلۍ قاتل ته د اعدام سزا واورول شوه

اسعد اباد ( پژواک ١٣ وږى ٩١ ) : د کونړ په  څوکۍ ولسوالۍ کې ډاګيزې محکمې د يوې نجلۍ قاتل ته د اعدام سزا واوروله او دوه نور يې په ١٧ کاله بند محکوم کړل.

 شاوخوا دوه مياشتې مخکې د څوکۍ ولسوالۍ د زورمنډۍ په سيمه کې د درېيو کسانو لخوا دحاجي قدرت الله  په نامه دسيمې ديوه اوسېدنکي لور شبانه پخپل کور کې وژل شوې وه.

 پوليسو ددې وژنې په تور درې تنه هر محمد نسيم ،يحيى اواحسان الله نيولي وو، چې يې ډاګيزه محکمه ترسره شوه.

 د محکمې په پيل کې د قضائيه هيئت منشي دپېښې په اړه قضايي هيئت او ګډونوالو ته معلومات وړاندې  کړل ،دمقتولې شبانې دکور غړيو پلار ،خور اونورو خپلوانو په دې ګواهي ورکړه ، چې شبانه د محمدنسيم لخوا چې د شپې يې کورته اوښتى و د نورو ملګرو په همکارۍ وژلې ده.

 سرچينې زياته کړې ، چې قاتلينو په ډېر ظلم سره شبانه د چړې په وسيله حلاله کړې وه او جنايي پوليسو هم دا منلې ده.

 ددوسيې څارنوال ميرويس ټول شواهد او اسناد، چې دجنايي پوليسو ، د سيمې قومي مشرانو او د څوکۍ ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړيو په تاييد يې راټول کړي وو، محکمې ته وړاندې کړي.

 يادو کسانو  ويلي، چې قاتل محمدنسيم وړاندې له دې هم په کلي کې ښه نوم نه درلوده اوتل يې د ورانکارۍ  فعاليتونه ترسره کول .

 څارنوال زياته کړه ، چې محمدنسيم د شبانې کور ته دشپې لخوا وراوښتى و او له شبانې سره  يې  په زور له جنسي تيري کولو وروسته هغه يې دچړې په واسطه حلاله کړې وه.

نوموړى وايي ، چې احسان الله اويحيى هم د نسيم  دجرم شريک دي، څارنوال  د جزادقانون ددرې سوه پنځه نويمې مادې دحکم په اساس درې واړو تورنو کسانو ته د اشدمجازات غوښتنه وکړه .  

تورنو کسانو چې مدافع وکيل يې نه درلوده اوپه ليکل شوې دفاعيه کې دڅارنوال شواهد اودهغو کسانو چې په دوى يې دقاتلينو ګواهي کوله بې اساسه بللي .

 په دفاعيه کې ليکل شوي و، چې محمدنسيم، احسان الله او يحى قتل نه دى کړى او مجرمين نه دي، دوى  د جزا دقانون دڅلورمې مادې او د اساسي قانون دپنځمې  مادې دحکم په اساس د برائت غوښتنه کړې وه.

 د قضايي هيئت مشر قاضي عبدالواحد دټولو خواوو دشواهدو او معلوماتو له اورېدو وروسته تورنو کسانو هريو اصلي تورن محمدنسيم  ته دجزادقانون ددرې سوه پنځه نويمې مادې دحکم په اساس داعدام سزا او دوه تنه نورو احسان الله اويحيى ته چې دجرم شريک دي دجزادقانون  ددرې سوه پنځه نويمې مادې دحکم په اساس اوديوسل درې څلويښتمې مادې په پام کې نيولو سره په اوولس-اوولس کاله تنفيذي بند دبند سزاواورله .

 تورنو کسانو په دې پريکړې قناعت ونکړ او ددويمې محکمې غوښتونکي شول.