ژبه

کندهار (پژواک ١٥ وږى ٩١): د کندهار د حج او اوقافو رييس وايي، سږ کال له کندهار څخه ١٥٧٤ تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، چې دوى يې د لېږد لپاره په تياريو بوخت دي.

د کندهار د حج او اوقافو رييس مولوي نورالعزيز نن (د وږي ١٥مه) د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، چې حج ته تلونکي د ټاکل شوې کمېټې له لورې په رڼه توګه د پچې اچونې له لارې ټاکل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې کمېټه کې د کندهار ولايت مرستيال، د حج او قافو رييس، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس، د قبايلو چارو رييس او د ولايتي شورا استازى شامل دي.

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت لپاره د ټاکل شوې سهميې له مخې د کندهار ښار له ١٠ ناحيو او ١٧ ولسواليو څخه ١٥٧٤ تنو د حج د اداينې چانس ترلاسه کړى دى.

دى وايي، د حاجيانو د لېږد په موخه اړوند وزارت له دوو هوايي شرکتونو اريانا او صافي سره قرارداد کړى، چې تر راتلونکو ٢٠_٢٥ ورځو پورې به د کندهار د حاجيانو لېږد پيل کړي.

د حج او اوقافو رييس دغه راز وويل، چې حاجيانو ته د اسانتياوو په موخه پر حاجي کيمپ کار روان دى او سږ کال به له کومو ستونزو سره مخ نه وي.

هغه زياته کړه، سږ کال يې په کندهار کې خصوصي شرکتونو ته د حاجيانو د لېږد اجازه نه ده ورکړې، ځکه هغوى يې په چارو کې د درغليو شکايت کاوه.

نوموړي دا هم وويل، چې په کندهار کې د راتلونکو دوو کلونو لپاره يې هم د حاجيانو د نوم ليکنې لړۍ پيل کړې، چې تر دا مهاله د يو شمېر ولسواليو لسګونو کسانو خپل نومونه له هغوى سره ثبت کړي دي.

که څه هم يو شمېر خلک د قرعه کشۍ په پروسه کې د درغليو خبره کوي، خو د حج او اوقافو رييس دا تورونه بې ځايه ګڼي او وايي، هر څه په رڼه توګه د ټاکلې کمېټې له لورې شوې او په کې د درغليو هېڅ ځاى نه  پاتې کېږي.

ورته موضوع