پلعلم (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطانمحمد سنګین پژواک ته وويل چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د لوګر د مرکز پلعلم اړوند په ګمبزي سیمه کې د یوه فیلډر او سراچه موټرو د ټکر له امله شوې ده چې پکې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
دی وایي چې دویمه پېښه هم تېره ورځ د دغه ولایت په محمداغه ولسوالي کې شوې چې له امله یې یو کس ټپي شوی دی.
سنګین وایي چې د پېښو ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.