ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان کړه

امریکا د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان کړه

author avatar
7 Sep 2012 - 21:28
امریکا د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان کړه
author avatar
7 Sep 2012 - 21:28

واشنګټن ( پژواک ۱۷ وږی ۹۱ ) دامریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حکومت یوه مخالفه وسلواله ډله د حقاني شبکه د ترهګرې ډلې د ګرځولو منظوري ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وږي په ۱۷مه، په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن په دې اړه رسمي منظوري ورکړه.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړي کانګریس ته د هغه راپور د لیږلو منظوري هم ورکړه، چې پکې د حقاني شبکې پر ترهګرې ډلې د ګرځولو غوښتنه شوې وه.

دغه راپور به اوس کانګریس ته لیږل کیږي او دهغوی لخوا له تایید وروسته به په رسمي توګه د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان شي.

باید وویل شي چې کانګریس له دې مخکې د حقاني ډلې دترهګرې د اعلانولو غوښتنه کړې وه.

د کانګریس غړیو او نورو ټولنو لخوا د امریکا پر حکومت ډیر فشار و، چې دغه راپور منظور او د حقاني شبکه ترهګره ډله اعلان کړي ، کانګریس حکومت ته په دې اړه دروانې اونۍ تر پایه پورې وخت ورکړی و.

دیادونې وړ ده چې دامریکا لوړ پوړي نظامي او ملکي چارواکیو ویلي چې به افغانستان کې ددوی د سرتیرو پر وړاندې ډیری خونړي بریدونه د حقاني شبکې لخوا چې ددوی په وینا، د پاکستان په سرحدي سیمو کې میشته، لخوا ترسره کیږي.

ناټو او امریکا تل ویلي چې په کابل کې ترسره شوي د ټولو بریدونو تر شا د حقاني شبکې لاس و.

د ترهګرې ډلې ګرځول کیدو مانا ده، چې امریکایي کمپنۍ او نور خلک له یادې ډلې هیڅ ډول اړیکې نه شی لرلی، او په امریکا کې ددې ډلې شتمنۍ کنګل کیږي.

په امریکا کې دسیاسي چارو شنونکي وایي چې د امریکا دې پریکړې سره د پاکستان او امریکا اړیکې خرابیدای شي ځکه چې ددوی په وینا، د حقاني ډله او پاکستان نږدې اړیکې لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.