ژبه

د چاپېریال‌ساتنې ادارې رييس د يوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۵ غویی  ۱۴۹۵): د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې ادارې عمومي ريیس د یوه پلاوي په مشرۍ په نړۍوال ښاري فورم کې د ګډون په موخه د اذربايجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.

د چاپېریال‌ساتنې ادارې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې ادارې د عمومي ريیس مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ ياد پلاوی به د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې  (UN-Habitat) له لوري جوړېدونکي دیارلسم نړۍوال ښاري فورم (World Urban Forum – WUF13) کې ګډون وکړي.

په دغه نړۍوال فورم کې چې د نړۍ له مهمو ښاري او چاپېریالي غونډو شمېرل کېږي، د بېلابېلو هېوادونو استازي، وزیران، ښاروالان، نړۍوال بنسټونه، د اقلیم بدلون متخصصین او د ښاري پراختیا اړوند ادارې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده د افغانستان پلاوی په یاد فورم کې د اقلیمي بدلون، ښاري چاپېریال‌ساتنې، دوامدارې پراختیا، د کثافاتو مدیریت، شنو ښارونو، د هوا ککړتیا مخنیوي او د ښاري مقاومت په تړاو بېلابېلو ناستو او تخنیکي بحثونو کې ګډون وکړي.

همداراز به د فورم په څنډه کې د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې ادارې عمومي ريیس او ورسره پلاوی د یو شمېر نړۍوالو ادارو، تمویلوونکو بنسټونو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د چاپېریالي همکاریو، تخنیکي مرستو او ګډو پروګرامونو په اړه لیدنې او خبرې اترې هم ترسره کړي.