لښكرګاه (پژواك ۲۳ وږى ٩۱): د هلمند په مركز لښكرګاه كې ۸۶۸ زده كوونكې د كانكور لپاره د چمتووالي او د نورو بېلابېلو مضامينو په برخو كې له درې مياشتنۍ زده كړو فارغې شوې.
د فراغت دغه مراسم نن (د وږي ٢٣مه) د لښکرګاه ښار په فرهنګي او کولتوري مرکز کې جوړ شوي وو، چې په کې د هلمند د والي ګلاب منګل په ګډون يو شمېر دولتي چارواکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.
منګل وويل، چې لوړو زده كړو ته د چمتووالي د دغه پروګرام مالي لګښت د ولايت د ادارې له خوا وركړل شوى او د توحيد د ټولنيزې او پرمختيايي چارو د ادارې له خوا يې تخنيكي چارې پر مخ وړل شوې دي.
د هغه په وينا، دغه پروګرام يې ځكه په لاره اچولى، چې له دغه ولايت څخه به د کانکور په ازموينه كې د بريالۍ زده كوونكو شمېر د نورو ولايتونو په پرتله كمه و، خو اوس هغه زده كوونكې چې له وړاندې په دغه مركز كې روزل شوې، كولى شي پر خپل لياقت د خپلې خوښې د لوړو زده کړو موسسې ته لاره پيداكړي.
والي د دغه ولايت له ټولو سوداګرو هم غوښتنه وكړه، چې د دا ډول علمي مركزونو په جوړولو كې تر خپل منځ سيالي وكړي تر څو هلمند د امنيت او انكشاف تر څنګ په علمي ډګر كې هم د هېواد په كچه وځلېږي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال په هلمند كې زرګونه ځوانان د دولتې پوهنتون ترڅنګ په خصوصي پوهنتونونو كې پر زده كړو بوخت دي، چې د دې برخې د پراخوالي يو عمده لامل په دغه ولايت كې د امنيت ټينګښت دى.
د همدغه مركز يوه استاد محمدقاسم الفت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته هر ډول درسي او تخنيكي مواد برابر شوي و او د كانكور د چمتووالي ترڅنګ يې د انګليسي ژبې او كمپيوټر د زده كړې پروګرامونه هم درلودل.
الفت زياته كړه، چې د دغه پروګرام د زده كوونكو شمېر ۸۶۸ تنه و، چې ۳۷۲ يې ښځينه وې چې د دواړو ډلو د زده كړې لپاره جلا ځاى په پام کې نيول شوى و.
د نوموړي په خبره، د تېرو درېيو مياشتو په موده كې يې له اووم ټولګۍ څخه تر دوولسم پورې د ۱۷ مسلكي استادانو له خوا په رياضي، هندسه، كيميا، فزيك، بيولوژي، مثلثاتو او كانكور ته په ځانګړي شوي سيسټم كې زده كړې وركړل شوې دي.
د كانكور له پروګرامه فارغ شوي يوه زده كوونكي نقيب الله پژواك ته وويل، چې له دې زده كړو وروسته اوس مهال په هيڅ ساينسي مضمون كې ستونزه نه لري او غوښتنه يې كوله چې د نورو ځوانانو لپاره دې هم دا ډول پروګرامونه په لاره واچول شي.