ژبه

په کندهار کې چاودنې نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩١): د کندهار چارواکي وايي چې د دې ولايت د پنجوايي د دوه لارې په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنې نهو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (وږى ٢٩) ماښام شاوخوا اووه نيمې بجې د کندهار ښار لوېديځ لوري ته د پنجوايي د دوه لارې په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، په چاودنه کې يو ماشوم هلک او دوه پوليس وژل شوي، د يوه ملکي وګړي او پنځو پوليسو په ګډون شپږ تنه ټپيان دي.

د ده په وينا، تراوسه پورې معلومه نه ده چې چاودنه د ريموټ کنټرول له لارې شوې، که ځانمرګى بريد و.

د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر وايي، چې دوى ته درې جسدونه او ٥ ټپيان وروړل شوي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

ورته موضوع