ژبه

څه باندې ۲۵ ټنه بې‌کیفیته ایزوګام د ابونصر فراهي له بندره بېرته ګرځول شوی

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره خبر ورکوي چې څه باندې ۲۵ ټنه بې‌کیفیته ایزوګام د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوی دی.

دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ودانیزو توکو پر وارداتو د دوامدارو څارنو په لړ کې په شیخ ابونصر فراهي بندر کې د ۲۵.۱ ټنه ایزوګام، له کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول شو.

د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په جدي او دوامداره توګه روان دی او هیڅ ډول غیرمعیاري توکو ته به هېواد ته د واردېدو اجازه ورنه‌کړل شي.

د یادونې ده، پرون هم د معیار او کیفیت ادارې ویلي وو چې د اسلام‌کلا له بندره شاوخوا ۷۰ ټنه نبشي او نوره بې‌کیفیته اوسپنه مسترد شوې ده.