ښرنه (پژواک ٥ تله ٩١): د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار په ګډون د دغه ولايت د اوو سيمو امنيتي چارې د تلې په پنځمه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
په دغو مراسمو کې چې نن په دغه ولايت کې جوړ شوي وو، د پکتيکا والي، د ملي دفاع وزارت مرستيال، د ايساف ځواکونو استازو، ځايي امنيتي او ملکي چارواکو برخه اخيستې وه.
د پکتيکا والي محب الله صميم د مراسمو ګډونوالو ته په خپله وينا کې وويل، چې په دغه ولايت کې افغان ځواکونه د امنيت اخيستو ته چمتو دي او دوى کولى شي چې د خپلو سيمو امنيت له کومې ستونزې پرته وساتي.
هغه زياته کړه، چې د پکتيکا وګړي په ټوليزه توګه د حکومتوالۍ د پياوړي کېدو او په ټولنيزو برخو کې ستونزې درلودې، خو له نېکه مرغه دا ستونزې اوس هوارې شوې دي.
نوموړي له افغان لوړ پوړو مسوولينو وغوښتل، چې د پکتيکا ولايت امنيتي ځواکونو ته درنې وسلې ورکړي؛ ځکه چې د ده په وينا، پکتيکا يو سرحدي ولايت دی او تر ډېره درنو وسلو ته اړتيا لري.
صميم دغه راز وويل، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو رامنځته کول ښه پايله ورکړې او هڅه به وکړي چې د دغو پوليسو په برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.
د ملي دفاع وزارت مرستيال جنرال عنايت الله نظري وويل، چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو د درنو وسلو د ورکړې په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي او هڅه به وکړي چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه تر دې نور هم پياوړي کړي.
په پکيتکا کې د ايساف ځواکونو استازي قوماندان ټيمز ويګل په دغه ولايت کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد د پروسې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د پکتيکا له خلکو سره به يې همکاري روانه وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، چې په سپارل شوو سيمو کې به ايساف د افغان دولت د بيارغوني په برخه کې زيات ملاتړي و اوسي او هڅه به وکړي چې د خلکو غوښتنې پوره کړي.
د پکتيکا ولايت، چې نولس اداري واحدونه يې رسمي او پنځه نور يې غير رسمي دي، دا مهال يې د مرکز ښرنې سربېره د مټاخان، يوسف خېل، خوشامند، تروې، وړ ممۍ او وازې خوا ولسواليو امنيتي چارو واګې افغان ځواکونو په لاس کې واخيستې.
د دغه ولايت وګړي د امنيت د لېږد له پلي کېدو څخه خوښي ښيي او وايي، چې د امنيت د را منځته کېدو په برخه کې به له دولت سره مرسته وکړي په داسې حال کې چې دغه ولايت ١٨ سوه پوليس په تشکيل کې لري، چې څوارلس سوه يې د سيمه ييزو پوليسو په درلودو پوره شوى دى.
د ښرنې ښار يو اوسېدونکى حميدالله وايي، که چېرې دولت د سيمه ييزو پوليسو تشکيل زيات کړي او ولسواليو ته يې په پراخه کچه وغځوي له يوي خوا به د امنيت په برخه کې مثبت بدلون را منځته شي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.
ځايي چارواکي وايي، چې له تېر يوه کال راهيسې په دغه ولايت کې د ١٥٩ ميليون ډالرو په ارزښت د بيارغونې او په نورو برخو کې کار شوى او په پلان کې لري تر دوه زره څوارلسم کال پورې د ټول ولايت په کچه څلور سوه ميليون ډالره نور هم ولګولي.
د يادونې ده چې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د لېږد پروسه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې او تر اوسه په درېيو پړاوونو کې د هېواد د ٧٠ سلنې د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.