ژبه

د دولت ١٢ وسلوال مخالفين ووژل شول

لښكرګاه (پژواك ۸ تله ۹۱) د هلمند امنيتي مسوولينو په بېلابېلو پېښو كې د دولت د ۱۲ وسلوالو مخالفينو د وژلو او دوو نورو د ژوندي نيولو خبـر وركړ.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د تلې په اتمه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته پنځه بجې د ايساف په هوايي بريد كې ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، ياد کسان د مارجې ولسوالۍ د عصمت بازار په سيمه کې پر موټرسايکلونو او موټر کې روان وو، چې د ايساف تر هوايي بريد لاندې راغلل.

فرهنګ وايي، چې په دغو وژل شوو کې يو ځانمرګى بريدګر هم و.

د فرهنګ په وينا، همدا راز د مارجې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه كې تېره شپه دوه د دولت مخالفين په داسې حال كې د ايساف په هوايې بريد كې و وژل شول، چې په سيمه كې يې ماين ځاى پر ځاى كول.

بل پلو د دغه ولايت د ملي امنيت سرچينې وايې، چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو كې يې په بېلابېلو سيمو كې عملياتو ترسره كړي چې ترڅ كې دوه تنه له چاودېدونكو توكو، وسلو او مهمات سره نيولي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ورته موضوع