لښكرګاه (پژواك، ۹ تله ۹۱) : د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې ديوه قوماندان په ګډون درې پوليس ووژل شول.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د موسى كلا ولسوالۍ په سوېلي سيمه كې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې د پوستې د قوماندان په ګډون درې پوليس ووژل شول .
فرهنګ وايي ،چې د پوليسو په ځوابي بريد کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دوى ته يې کره شمېره نه ده معلومه.
نوموړي وويل ،چې ددې پېښې په تړاو په ياده سيمه كې پوليسو عمليات پيل كړي ، ترڅو په راتلونكي کې ددې ډول پېښو مخنيوى وكړي.
ددې ولسوالۍ يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو د پوليسو د وژلو ترڅنګ د هغوى وسلې او رېنجر موټر هم له ځانه سره وړي دي.
سرچينې زياته كړې، چې پر پوستې بريد نه دى شوى ،بلكې د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا د يوې دسيسې له مخې دغه کار يې کړى دى.
دې سرچينې وويل ،چې وسلوالو مخالفينو څلور پوليس له ځانه سره بيولي دي.
طالب قوماندان قاري يوسف احمدي د موسى کلا د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي ،چې نهه پوليس يې وژلي او د هغوى وسلې او موټر يې له ځانه سره وړي دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د لښكرګاه ښار د صافيانو په سيمه كې ناپېژاندو وسلوالو يوتن وژلى او بل يې ټپي کړى دى.