لښكرګاه (پژواك ۱۵تله ۹۱): روغتيايي کارکوونکي وايي، چې د هلمند په ماشومانو کې د خوار ځواکۍ ناروغي ډېره شوې او د لښكرګاه ملکي روغتون په دې ناروغۍ اخته لسګونه ماشومان ور وړل كېږي.
په لښكرګاه كې د بست روغتون رييس ډاكتر نثاراحمد بارك د تلې په ١٥مه پژواك اژانس ته وويل، چې د خوارځواکۍ د ناروغۍ لامل له يوې خوا د ميندو پرله پسې ولادتونه دي او له بلې خوا ځينې ميندې د اميدوارۍ پر مهال ښه خواړه نه اخلي.
د هغه په وينا، په سيمه كې نا امني او بېلابېلي امنيتي پېښې هم ميندې د اميدوارۍ پر مهال له خپګان سره مخ کوي او له همدې امله يې هم ماشومان كمزوري پيداكېږي.
نوموړي زياته كړه، چې د خوارځواكۍ په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په منځنۍ كچه ۳۰ ته رسېږي، چې هره ورځ د بست روغتون ته ور وړل كېږي، چې يو شمېر يې بستر کړي او يو شمېر نور يې له توصيې وروسته رخصت کړي دي.
بارك وايي: ((موږ د هر ډول ناروغيو لپاره پرسونل لرو، خو څومره چې لازمه ده د عامې روغتيا وزارت موږ ته پوره امكانات په واك كې نه دي راكړي او وزارت په تېرو څو كلونو كې نه دى توانېدلى، چې زموږ تشكيل ډېر او امكانات مو پوره كړي.))
په بست روغتون كې د ماشوماتو د څانګې مسوول ډاكتر محمد داوود وايي، چې په وروستيو كې د دغه ډول ناروغه ماشومانو شمېر ډېر شوى دى.
د ده په وينا، د دې لوى لامل په سيمه كې د پوهاوي نه شتون دى، چې د كورنۍ غړي د نوړ زېږيدلو ماشومانو په سمه توګه پالنه نه کوي او هغه خواړه چې ماشوم ورته اړتيا لري نه ورته برابروي.
نوموړي دغه راز زياته كړه، چې ځينې كورنۍ د خپلو ماشومانو پاكوالي ته هم پوره پاملرنه نه كوي او دا يې هم يو لوى لامل کېداى شي.
محمد داوود وويل: ((په شاوخوا ولسواليو كې مو ۶۰۰ نور دې ته ورته ناروغان تر څارنې لاندې نېولي او په دې برخه كې مو نور پلانونه هم په لاره اچولي دي.))
په بست روغتون كې ځينې كورنۍ وايي، چې په ولسواليو كې دوى ته د دې ډول ناروغانو د درملنې امكانات نه دي برابر شوي او اړ دي، چې دوى مركزي روغتون ته خپل ناروغان پوځي.
د سكينې په نوم يوې مېرمنې پژواک اژانس ته وويل، چې يوه ناروغه لمسۍ يې، چې ۱۱ مياشتې عمر لري، د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شوې ده.
د هغې په وينا، د لمسۍ مور يې ميرګي لري او له همدې امله خپلو اولادونو ته شودې نه شي وركولى او ماشومان يې په خوارځواكۍ اخته كېږي.
نوموړې زياته كړه، چې دوى له سنګين ولسوالۍ څخه راغلي او په هغې سيمه كې داسې سمبال روغتون نشته، چې د ناروغانو درملنه يې په كې وشي.
د مريم په نوم يوې مېرمنې هم خپل څلور مياشتنى په خوارځواكۍ اخته زوى له ناوې ولسوالۍ څخه د بست روغتون ته راوړى او وايي: ((د زوى ناروغي مې له لوږې ده، شودې نه شم وركولى او پيسې هم نه لرو چي په بازار كې شودې او نور خوراكي توكي ورته واخلو.))
دا وايي، ۲۵ ورځې كېږي، چې ماشوم يې د همدې ناروغۍ له امله په نس ناستي اخته شوى دى، چې د دوى ژوند يې ور نا ارامه كړى دى.
د يادونې ده، چې د ماشومانو نړيوال سازمان هم څو ورځې وړاندې په يوه خپاره شوي راپور كې ويلي وو، چې په افغانستان كې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغي مخ په ډېرېدو ده.