ژبه

د ځمکې پر سر په نښته کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل (پژواک ١٩ تله ٩١): د کابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر په وسلواله نښته کې، يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د کابل ولايت وياند وسېع الله مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده نښته نن سهار د ياس خېلو او کوچيانو ترمنځ د چهاراسياب ولسوالۍ په دشت سقاوې سيمه کې شوې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، ياس خېل او کوچيان دواړه د دشت سقاوې په سيمه کې د ځمکې د ملکيت دعوه کوي.

دى وايي، چې تېره شپه کوچيان سيمې ته ورغلي او هلته مېشت شوي وو، خو کله چې نن سهار د ياس خېلو اړوند کسان سيمې ته ولاړل، نښته رامنځته شوه.

مياخېل وايي، چې په جګړه کې د ياس خېلو يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د ده په وينا، پوليس د پلټنو په موخه سيمې ته رسېدلي او ډېر ژر به د پېښې عاملين ونيسي.

ده وويل، چې د ځمکې د ملکيت پر سر دعوا حقوقي موضوع ده او بايد چې دواړه لورو دا موضو ع د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې تعقيب کړې واى.

 

ورته موضوع