ژبه

کابل-کندهار ښار (پژواک ٢٥ تله ٩١): افغانستان هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې څو ورځې مخکې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي امنيت يوه کار کوونکي ځانمرګى بريد ترسره کړى و.

دغه ځانمرګى بريد د تلې په ٢٢مه، په معروف ولسوالۍ کې د ملي امنيت پر کارکوونکو شوى چې له امله يې څلور سرتېري ووژل شول او څلور نور ټپيان وو.

دغه راز په دغه ځانمرګي بريد کې د ايساف يو نظامي او يو ملکي وګړي هم وژل شوي وو او يو شمېر نور ټپيان وو.

ځينو بهرنيو رسنيو نن د نامعلومو افغان چارواکو او ايساف په حواله خبر ورکړى، چې ګواکې ياد ځانمرګى بريد د ملي امنيت د يوه سرتېري له خوا ترسره شوى دى.

خو د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند شفيق الله طاهري نن (د تلې ٢٥مه) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال ياده ادعا په کلکه رد کړه.

هغه زياته کړه، چې دغه ځانمرګي د ملي امنيت له يونيفارم څخه په ګټې اخيستنې دغه بريد ترسره کړى دى.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم ياده ادعا په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې ياد بريد د وسلوالو طالبانو له خوا ترسره شوى و.

غربي رسنيو ويلي وو، چې دغه ځانمرګى بريد د هغې لړۍ يوه بريد و، چې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنيو ځواکونو ترسره کېږي.

د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو ځواکونو په شاوخوا ٣٥ داخلي بريدونو کې ٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايان دي.

ديادونې وړ ده چې وسلوالو طالبانو د معروف د ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخيستى و.