ژبه

طالبان خپل ټپيان د مېرمنو په واسطه روغتونونو ته لېږدوي

کندهار (پژواک ٢٦ تله ٩١): د پنجوايي ولسوال وايي، چې وسلوالو مخالفين خپل ټپيان له مېرمنو په ګټې اخيستو روغتونونو ته لېږدوي.

هغه وايي، وسلوال مخالفين ځکه دغه کار کوي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د نيول کېدو له وېرې ځانونه ملکي وګړي وښيي.

په دغه راز يوه تازه پېښه کې، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې شوې، د يوه ټپي طالب د لېږد پر مهال د دوو مخالفينو تر څنګ يوه عمر خوړلې مېرمن هم د پوليسو له خوا نيول شوې ده.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني سيمه کې يو وسلوال ماين خښوونکى د ايساف د امنيتي کامرو له خوا د ماين خښوولو په حال کې له ليدو وروسته پرې د چورلکې په وسيله بريد وشو او سخت ژوبل شوى و.

هغه زياته کړه، تر بريد وروسته سيمې ته د ټپي شوي وسلوال نور ملګري او د سره صليب موټر ورغلى او هغه يې يوه نږدې کور ته وړى و.

د نوموړي په وينا، وسلوالو مخالفينو د دې لپاره، چې ټپي طالب د درملنې په موخه کندهار ښار ته ولېږدوي، له يوه کوره يې د پاخه عمر لرونکې يوه مېرمن په زور را ايستلې او له هغې يې غوښتي، چې د ټپي په لېږد کې ورسره مرسته وکړي.

اسحاقزى وايي، د لارې په اوږدو کې دغه کسان د امنيتي ځواکونو له خوا را ګرځول شوي، د ټپي وګړي تر څنګ يې دوه نور طالبان نيولي او مېرمن يې خپل کور ته رسولې ده.

د ده په خبره، مخالفينو دې ښځې ته ويلي و، چې که افغان او يا هم بهرنيو ځواکونو د لارې په اوږدو کې را وګرځول، نو دا به ورته وايي، چې ټپي وګړى يې زوى او پر ماين ختلى دى.

بلخوا د ناخوني سيمې يوه ځايي قوماندان لومړى څارن ګلالى وايي، چې وسلوالو مخالفينو دغې مېرمنې ته ګواښ کړى و، چې که د ټپي په لېږد کې ورسره ملګرتيا و نه کړي، نو به و وژل شي.

دى وايي، ټپي شوي ماين خښوونکي ساه ورکړې، خو دوه ملګري يې له دوى سره بنديان دي او پلټنې يې ترې پيل کړې دي.

وسلوالو طالبانو تر دغه مهاله د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته موضوع