کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا پر یوه دیني عالم مولانا محمدادریس برید وغانده او دا یې د اسلام او علماوو د دښمنانو کار وباله.
د راپورونو له مخې، مولانا محمدادریس نن سهار د خیبر پښتونخوا په اتمانزو سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې ژوند له لاسه ورکړ. د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو دغه برید غندلی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو چې د پيښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر استاد شیخالحدیث مولانا محمدادریس صاحب په شهادت رسول شوی. اسلامي امارت په نوموړي باندې برید پر سختو ټکو غندي او د علماء کرامو په شهادت رسول د اسلام او علماوو د دښمنانو کار بولي.»
اسلامي امارت په یاد برید کې د مولانا محمدادریس مرګ د ټول علمي کهول، علماوو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.