کندهار ( پژواک ٣٠ تله ٩١ ) : د زابل چارواکي وايي ، چې په داى چوپان ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال د يوه قوماندان په ګډون ١١ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د تلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوې ډلې وسلوالو مخالفينو تېره شپه په يوولسو بجو دداى چوپان ولسوالۍ پر ودانۍ له څلورو اړخونو څخه بريد وکړ.
هغه زياته کړه ، چې د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېرو له سخت مقاومت وروسته ددوى بريد په شا وتمباوه.
فراهي وايي،چې په دې نښته کې ١١ وسلوال طالبان وژل شوي ، چې ددرېيو جسدونه په سيمه کې پاتې شوي او نور يې له ځانه سره وړي دي.
نوموړي وويل ،چې په وژل شويو کسانو کې د سيد نور ذاکر په نامه د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز مشهور قوماندان هم شامل دى.
د امنيت امر زياتوي، چې د وسلوالو طالبانو درې جسدونه يې د سيمې قومي مشرانو او سپين ږيرو ته سپارلي دي.
هغه وايي ،چې له مخالفينو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي، خو په دې عملياتو کې ملي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه ددې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د زابل په کلات، نوبهار او شملزو ولسواليو کې يې پر کورنيو سرتېرو بريدونه کړي او ورته يې مرګ ژوبله اړولې ده.