پلعلم (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د مطالعې دود د پراختیا او تاریخي اثارو معرفي کولو په موخه یې نندارتون جوړ کړی دی.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي فیضالله جوهري د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه نندارتون په ټولنه کې د مطالعې دود د پیاوړتیا او پراختیا او د لرغونو اثارو معرفي کولو په موخه جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دا ډول پروګرامونه کولی شي ځوانان او زدهکوونکي له کتاب او مطالعې سره لا ډېر بلد کړي.
د نوموړي په خبره، په نندارتون کې د کتابونو ترڅنګ هغه تاریخي اثار هم نندارې ته وړاندې شوي چې د عینک مسو کان له سیمې ترلاسه شوي او دا مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند موزیم کې ساتل کېږي.
بل لور ته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون رییس ډاکټر رفیعالله صمیم وویل چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مطالعې دود د پراختیا لپاره نندارتونونه، علمي سیالۍ، سیمینارونه او نورې هڅوونکې برنامې روانې دي چې په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي دي.
ورته مهال، نندارتون ته راغلو یو شمېر کسانو د دغه پروګرام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ډول نندارتونونه د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود پیاوړی کوي، له کتاب سره مینه زیاتوي او د تاریخي اثارو د ساتنې ارزښت لا روښانه کوي.
د یادونې ده، په دغه نندارتون کې د خصوصي کتابپلورنځیو له لوري د کتابونو بیو کې ۲۰ سلنه تخفیف هم ورکړل شوی و.